ښکلی پښتونخوا ته په مانځه کی دعا وکرۍ

مونږ به په ښارونو ته غره کی دعا وکړۍ
ښکلی پښتونخوا ته په مانځه کی دعا وکرۍ
نه چی د بالا ماڼۍ درنی حوصلی تنګی شی
نښی د خپل ګنج قصه خوانی رانه بدرنګی شی
ولی د تیرا د ګل دری په وینو رنګی شی
خپلو مسافرو ته په وره کی دعا وکړۍ
ګل ګل پښتوخوا ته په مانځه کی دعا وکړۍ
نه چی د سوات او ملاکنډ پیغلی سرتوری شی
بیا د مور په غیږ کی په سلګو سلګو تی خوری شی
دنګی د خیبر شملی د شرم نه نسکوری شی
مونږ به چارسده تاسو وانا کی دعا وکړۍ
ښکلی پښتونخوا ته په مانځه کی دعا وکرۍ
لږ په دعاګانو کی پښتون پښتونخوا راولۍ
بیا خپلی سندری مروری پخلا راولۍ
زړونو کی د مینی نازولی وفا راولۍ
خپلی پاکی خاوری ته په زړه کی دعا وکړۍ
ښکلی پښتونخوا ته په مانځه کی دعا وکرۍ
نه چی په لمبو کی د ګلونو ماشوم منډی کړه
بیا د خپلی مور د لوپټی ټوټی راغونډی کړه
دا غم بابرزیه کرخی جوړی ستا په ټنډی کړه
نن د هر پښتون درانه کاله کی دعا وکړۍ
ښکلی پښتونخوا ته په مانځه کی دعا وکرۍ
No comments:
Post a Comment
Comments From Fazlionline.blogspot.com